په کابل کې د اشغالګرو عسکرو په موټرو د فدايي بريد له امله درنه مرګ ژوبله او مالي تلفات اوښتي.
د تازه ترلاسه شوي خبر په اساس دغه فدايي بريدچې نن ماسپښين خواوشا 1 بجه د نهمې حوزې اړوند په سرک نو سیمه کې د يرغلګرو د یو ميلمستون (فنکس) سره نيږدې د اشغالګرو په کاروان ترسره شو، له امله يې 12 تنه بهرنيو عسکرو خپل ژوند له لاسه ورکړی.
د خبر په اساس برید د کرولا موټر په مټ چې درانه منفجره مواد پکې ځای په ځای شوي وو، د قهرمان فدايي مجاهد حبیب الرحمن کندزي لخوا ترسره شو.
د عيني شاهدانو په وينا د بريد له امله د اشغالګرو 4 کروزين موټر په بشپړه توګه ويجاړ او د اور خوراک شول.
عيني شاهدان وايي سيمي ته ګڼ عسکر راغلي او سيمه يې کلابنده کړې ده.
2013-12-27
افغانستان